امنیت

د هېواد په ختیځ کې ۲۴۱ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

کابل/دلړم۲۵مه/باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د ننګرهار په مومند درې  کې په وروستیو دریېو ورځو کې ۲۴۱ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د هېواد په ختیڅ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې له څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د وسله والو د ځپلو په موخه په اچین ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پيل کړي دي.
یوسفزی زیاتوي چې د عملیاتو په ورستیو دریېو ورځو کې ۲۴۱ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
ویل کېږي تسلیم شوی داعشیان ۶۷ سپکې وسلې هم افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته