امنیت

د هېواد په ختیځ کې شبږ داعشیان ونیول شول

جلال اباد باختر د چنګاښ ۶ مه
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ کې شپږ داعشیان او یو بل کس د وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور ونيول شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختراژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه داعشیان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لورې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد لومړۍ ناحيې کې د حج اوقافو ریاست ته څېرمه د ياد رياست د حج مدير قاري هدایت الله هجران د نا معلومو کسانو له لوري په ډزو سره شهيد کړی شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د قاتلانو د نیولو لپاره پولیسو هڅې پیل کړي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته