د هېواد په ختیځ کې د پاکستانيو په ګدون د ۵ تنو داعشیانو وژل کېدل

جلال اباد/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د ننګرهار ولايت د اچين او هسکې مېنې ولسواليو په مربوطاتو کې د درېیو تنو پاکستاني داعشیانو په ګډون د داعش ډلې پنځه غړي ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه داعشیان پرون د بې پيلوټه او د جيټ الوتکو د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې،
په دغو بريدونو کې د داعش ډلې یو مرکز او درنې او سپکې وسلې هم لمنځه وړل شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته