روغتیا

د هېواد په ختیځ کې د ماشوم د روغتیايي مرکز چارې بشپړې شوې

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
د ۲،۷ میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ په مرکز اسعد آباد کې له وخته مخکې زېږیدلیو ماشومانو د روغتیايي د مرکز چارې بشپړې شوې.
ځايي چارواکي وايي چې یاد مرکز د سارک سازمان په مالي لګښت رغول شوی چې په یو وخت کې د ۲۴ ماشومانو د پالنې وړتیا لري.
د باختر اژنس د سمیه ېیز خبریال د خبر له مخې، د دغه مرکز د پرانیستو په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت معینې ډاکتر ماموسۍ زیور په دغه ولایت کې د دوو نورو روغتیایي مرکزونو د ودانیو د جوړېدو او د څو نورو د ارتقا ژمنه هم وکړه.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د ژوندانه اړتیا او د وګړو اساسي حق یاد کړ.
هغه د عامې روغتیا وزارت له ورغلي پلاوي څخه وغوښتل چې په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه په عصري وسایلو او با کېفیته درملو لامجهز کړي او خلکو ته د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لازم فرصتونه برابر کړي.
په دغو مراسمو کې د ولسوالانو له لوري په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزې او غوښتنې هم په ګوته شوې او ورته د روغتیا وزارت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وشوه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته