امنیت

د هېواد په ختیځ کې د عملیاتو لاسته راوړنې

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د کونړ د غازي آباد، اسمار او ناړۍ ولسوالیو په مربوطاتوکې د ګډو افغان ځواکونو پیل شوي عملیات زیاتې لاسته راوړنې لري.
چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په عملیاتو کې زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې دي.
د  ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې عملیات څو ورځې وړاندې د وسله والو د ځپلو او د ښه امنیت د تامینولو په موخه پيل شوي او لا هم په بریالیتوب سره دوام لري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته