جلال اباد/ باختر/ د چنګاښ ۱۶ مه
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه کسان نیول شوي چې له هغوى څخه ۱۷۵ يې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
په نیول شویو کسانوکې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، وسله وال مخالفين، غله او د ځمکو عاصبین شامل دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولايت پوليسو په تېره يوه مياشت کې د نشه يي توکو د مخنیوي، د وسله والو د ځپلو، د ځمکو د غصب او د ځینو نورو ناقانونه کارونو د مخنيوي په برخه کې فعاليتونه ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې پولیسو په دې موده کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نيولي چې له هغوى څخه ۱۷۵ کسان څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي، ځينې يې لا هم په نظارت کې دي او يو شمېر نوريې تر لومړنيو پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان له خلکو څخه غواړي چې د پېښو د مخنيوي او د امنيت د تامين په برخه کې له پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي او د مشکوکو کړنو په لېدلو دوی ته خبر ورکړي.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل