د هېواد په ختيځ کې چاودنه شوې،خو ځاني زيان نه لري

جلال اباد باختر د وري د مياشتې ١٧ مه
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په چکنوريو سيمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې کرولا ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې موټر زيانمن شوی؛ خو ځانی زيان نلري.
د ننګرهار ولايت د امينې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،په دغه چاودنه کې موټر زيانمن شوى ،خو ځاني زيان نه لري.
هغه زياته کړه چې، پوليسو د پېښې د څېړنې په موخه پلټنې پيل کړي دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته