امنیت

د هېواد په ختيځ کې په لسګونوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
د هېواد په ختيځ کونړ ولايت کې په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
  پوځيانو وکولاى شول د څوکۍ ولسوالۍ په ځينو سيموکې د عملياتو په ترسره کولو سره  دغه برياليتوب ترلاسه کړي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د ډار اچونې پرخلاف دغو عملياتوکې د څوکۍ ولسوالۍ په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل چې دغه عمليات به د ډار اچوونکي له شتون څخه د څوکۍ ولسوالۍ تر پاکولو پورې او خلکو ته د آرامې فضا د برابرولو په خاطر دوام وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته