د هېواد په ختيځ کې قاچاقي غوښه ونيول شوه
کابل باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
دهېواد په ختيځ کې يوه اندازه قاچاقي غوښه ونيول شوه.
دغه غوښه له پاکستان څخه د هېواد ختيځ ته ليږدول کېده څو په جلال آباد ښارکې وپلورل شي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغه غوښه اووه سوه کيلوګرامه ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دغې غوښې دقاچاقو په اړوند يو تن نيولى دى.
ده وويل ؛ دغه خوسا شوې غوښه د قاچاقو په ډول هېواد ته راوړل شوې وه، خو په سيند کې وغورځول شوه.پاى ج ذ