-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
امنيتي مامورينو نن سهار د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان له ګڼ مېشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په ختيح کې د سېلاب قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د هېوادپه ختيځ کې پوځي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عامل بولي.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ