-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
دهېواد په ختيځ کې د طالبانو د چاوديدونکو توکو زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دې زېرمې څخه ٣٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل: طالبانو غوښتل له دغو توکو څخه بمونه، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه جوړ کړي.
د زيرمې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- سعيده- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ