امنیت

د هېواد په ختيځ کې د شپږ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه د هېواد په ختيځ نورستان ولايت کې  په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ  کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دغه هوايي بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دغه هوايي بريد کې د کليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز امنيتي مامورينو نن سهار٤ ماينونه د نورستان ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى خو ځيني امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان ددغه ماين ښخوني عامل بولي.
پاى ذکرالله   

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته