امنیت

د هېواد په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو نوي راکټي بريدونه .

 کابل باختر د ثور يوولسمه :
د هېواد په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو  راکټي او توپچي بريدونه  له دوو ورځو وروسته  يو ځل بيا پيل شوي دي .
د وروستيو  ٢٤ساعتو په بهير کې د نورستان  ، ننګرهار او د کونړ د ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو دلګېدو ډګر وې .
  خو ويل کېږي چې دغه بريدونو د سرزيان نه دى اړولى .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو  يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: پاکستان  له څوکلونو راپه دې خوا  د افغانستان په ختيځ  د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په راکټي او توپچي بريدونوسره غواړي څو  دغه سيمې  له استوګنې تشې کړي  او له خپل هېواد څخه  د تروريزم ځالې افغانستان ته ولېږدوي .
د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه څه ناڅه شپږ کاله مخکې  پيل شول او تر اوسه پور ې  دوام لري .
د دغو بريدونو له امله  په زرګونو کورنۍ  د خپل کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي .
تراوسه پورې  د پاکستاني پوځيانو د دغو راکټي بريدونو د بندولو لپاره د افغانستان دم قاماتو هلوځلو نتيجه نه ده ورکړې .
په وروستي اقدام کې افغانستان  په رسمي ډول  د ملګروملتو د سازمان  په امنيت شورا کې  د پاکستاني  پوځيانو  د دغو بريدونو له امله  رسمي شکايت وکړ . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته