امنیت

د هېواد په جنوب کې ۱۴تنه پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي

لښکر ګاه باختر د زمري ۲۱ مه
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې څوارلس تنه پاکستاني جنګیالي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه جنګيالي پرون د بهرنیو ځواکونو د هوايي  بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي  ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، په هوايي برید کې وژل شوي ټول کسان پاکستاني اتباع دي چې د ماین خښولو، ډله یېزو بریدونو او له وسله والو  طالبانو سره د مرستې لپاره راستول شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته