امنیت

د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات : دطبيعي پېښو له احتمالي مصيب ځپلو سره مرستې ته چمتو يو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٣ مه / باختر :
د ژمي دفصل په رارسېدو سره پوځي مقامات دهېواد په جنوب کې دطبيعي احتمالي پېښو له مصيبت ځپلو سره  دمرستې په لاره کې  دتياري خبرې وکړې.
دغو پوځي مقاماتو  په يوه  غونډۀ کې وويل  چې په همغږۍ سره به په دې ژمي کې دطبيعي پېښو  له مصيبت ځپلو سره مرستې ته  ور ودانګي.
په دې غونډۀ کې چې په قندهار کې جوړه شوه  دهېواد په  جنوب کې دملي اردو او ملي پوليسو جګپوړو مقاماتواو دجنوبي ولايتونو سيمه ييزو مقاماتوهم پګې ګډون کړى وو
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ ددغې غونډې برخه والو  دسړې هوا  په موسم کې دطبيعي احتمالي پېښو له  مصيبت ځپلو سره دسملاسي مرستې په خاطر  خپل تيارى څرګند کړ.
هغوى وويل ؛  موټرونه او هليکوپترونه په واک کې لري  چې په دې ژمي کې دطبيعي پېـښو له  مصيب ځپلو سره په خپل وخت مرسته وکړي.
په جنوبي ولايتونو په تېره بيا  په قندهار ولايت کې زياتره سېلاونه خلکو ته زيانونه اړوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته