ترينکوټ باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او خاص روزګان ولسوالۍ کې ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو د نصرت ٠٢ په نامه د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په سویل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لوا څخه باختر
اژانس په را لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي ، چې په خاص روزګان ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنيو بریدونو پرمهال ۴ تنه طالبان وژل شوي
او ۱۷ تنه نورټپیان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د مرکز ترینکوټ په چپه خاک او ګوګرک سیمو کې د
توفچي او هوایې بریدونو پرمهال درې تنه طالبان وژل شوي دي .
په روزګان ولایت کې له تیرو ۲۳ ورځو راهیسې د نصرت په نامه چاڼيز عملیات
پیل شوي چې د مسوولينو په وينا په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي او زياتې سيمې هم د مخالفانو له شتون څخه پاکې شوي دي.پاى_ وصال
0 1 دقیقه لوستل