امنیت

د هېواد په جنوب کې ١٠ پاکستانۍ مليشې او ډار اچوونکي ووژل شول

کابل/ د تلې٣٠مه / باختر 
لس پاکستاني مليشې او ډار اچوونکي د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغو مليشو او ډار اچوونکو تېره شپه يوځاى د افغانستان پر سرحدي ځواکونو بريدونه وکړل چې د څو ساعته نښتې سبب شول.
د قندهار پوليسو وياند جمال ناصر باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ١٠ وسله وال طالبان او پاکستاني مليشې ووژل شوې او ٨ نور ټپيان شول.
هغه وويل: جګړه وسله والوطالبانو او پاکستاني مليشو، د افغانستان پر سرحدي ځواکونو په بريد سره پيل کړه.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته