امنیت

د هېواد په جنوب کې د یولړچاودنومخه ونیول شوه .

قندهار باختر د چنګاښ ۱۶
د هېواد په جنوب کې د یولړچاودنومخه ونیول شوه .
امنیتي مامورینو نن سهار د قندهار ، روزګان ، زابل او د هلمند په ګڼ میشتولاروکې لس ماینونه کشف او شنډ کړل .
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره باختراژانس ته وویل چې، دغه ماینونه د سیمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړای شوي دي .
تراوسه پورې ددغو ماین ښخوونومسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی خو پوخې مقامات وسله وال طالبان ددغو پېښومسوول بولي .
طالبان د هېواد په ګڼ مېشتولارو کې د ماینونو او بمونو په ښخولولاس پورې کوي چې زیاتره پکې ملکي وګړي قرباني کېږي ختم  ع  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته