امنیت

د هېواد په جنوب کې د ډار اچوونکو دېرش کسيزه ډله نیول شوې

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
ملي امنیت په تېره اوونۍ کې په قندهار کې د ډار اچوونکو ۳۰ کسیزه ډله نیولې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې نیول شوې ډلې په قندهار سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ډار اچوونکو فعالیتونو د ترسره کولو پلان درلود.
د قندهار والي حیات الله حیات د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې دغې ډلې پلان درلود چې په بېلابېلو سیمو کې ډار اچوونکي فعالیتونه ترسره کړي، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.
نیول شوې ډلې چې په خپلو جرمونو یې اعراف هم کړی نظامي زده کړې یې په پاکستان کې ترسره کړي او له هغه ځایه نېغ په نیغه دجنګ لیکوته را استول شوي دي.
دا لومړی ځل نه دي چې په قندهار ولایت کې، د ډار اچوونکو دېرش کسیزه ډله نیول کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته ډلې نیول شوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته