امنیت

د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٨مه
امنيتي مامورينو نن سهار ۱۶ ماينونه د قندهار، روزګان، زابل او هلمند د ولايتونو په ګڼ ميشتو لارو کې کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره وايي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ شنډ کړاى شول.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو ناکامو ماين ښخونو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى. خو دهېواد په جنوب کې پوځي مقامات وسله وال طالبان د هغو عامل بولي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ مېشتو لاروکې بمونه او ماينونه په ښخوي چې ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته