امنیت

د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
امنيتي مامورينو نن سهار د قندهار، روزګان، زابل او هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٧ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو، باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې له استولو سره  باختر آژانس ته ويلي دي چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شوي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو ماين ښخونو مسووليت نه دى منلى، خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان دغه کار عامل بولي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته