لښکرګاه/دلیندۍ۱۱مه/باختر
د دفاع وزارت مسوولین وايي چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ حضرت کمپ ته څېرمه د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مسوول وژل شوی دی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي باختر اژانس ته وویل چې وړمه شپه په ګرشک ولسوالۍ کې حضرت کمپ ته څېرمه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مسوول عبدالله وژل شوی دی.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال