امنیت

د هېواد په جنوب کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي

قلات/ باختر/ د غبرګولي ۲۹ مه
د زابل د میزانې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه قوماندانان تېره شپه له افغان ځواکونو سره په نښتې کې وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ته وویل: په نښته کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته