امنیت

د هېواد په جنوب کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ طالبان ووژل شول

کابل/دلیندۍ۳مه/باختر
د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولین وايي چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د دوو مهمو قوماندانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شوي دي.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ګډو افغان ځواکونو له تېرو ۹ ورځو راهیسې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي دغه عملیات چې لا هم دوام لري پکې لسګونه ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته