د هېواد په جنوب کې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۷ مه
د قندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو له لوري په یادې ولسوالۍ کې د پیل شویو جګړه یېزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال