امنیت

د هېواد په جنوب کې امنیتي ځواکونه وستایل شول

لښکر ګاه باختر د وږي  ۶ مه
په هلمند ولایت کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۹يمې کاليزې د نمانځلو او د لوی اختر په ورځوکې د غوره امنيتي تدابيرو د نیولو له امله د امنيتي او دفاعي ځواکونو هلې  ځلې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستایل شوې.
د باختر اژانس د  سیمه  ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په دې غونډه کې د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان، امنيه قومندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي، د ملي او ولايتي شورا غړو، جهادي او قومي مشرانو، امنيتي منسوبينو او ګڼو نورو ځوانانو او مدني فعالانو ګډون درلود.
د هلمند والي غونډې ته په پيلیزه وینا کې د پوځي ارګانونو له مسوولينو او سرتېرو څخه د مننې ترڅنګ وويل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د  ستاینې وړ دي ځکه  چې ولسونو د همدوی له برکته د خپلواکۍ جشن او د اختر شپې او ورځې په خوښيو او آرامه فضا کې ونمانځلې.
د ولايتي شورا رېیس عطاالله افغان، د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي، د ولسي جرګې غړو شېخ نعمت الله غفاري او نسيمې نيازۍ هم په خپلو خبروکې د هلمند ولايتي او نظامي رهبرۍ د ښه مديريت سربېره د امنيتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو او هلوځلو څخه هرکلی، ستاينه او مننه وکړه.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي او د سرحدي لوا قوماندان ډګروال ظاهرګل مقبل په خپلو خبرو کې له هلمند والي او د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ستاينې په پار يې غونډه جوړه  کړې.
دوی له ولسونو سره پر خپل تعهد ټينګار وکړ او زیاته یې  کړه چې سنګر به ساتي او د خپل ولس لپاره به خپلو دندو ته په لوړ مرال او روحيه دوام ورکوي.
د غونډې په وروستيو کې د هلمند ولايت مقام له خوا د امنيتي او دفاعي ځواکونو مشرانو، افسرانو، بريدملانو او سرتېرو ترڅنګ د استقلال کمېسيون اړوند غړو ته ستاينليکونه ورکول شول.
همدارنګه د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي له لوري هلمند والي تورجنرال محمد ياسين خان او امنيه قومندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي ته مډالونه ورکول شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته