خبرونهښوونه او روزنه

د هېواد په جنوب لوېدیځ زون کې ۲۲۰ غیرفعاله ښوونځي بېرته فعال شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف مسوولین وایي، دې ادارې د جنوب لوېدیځ زون په پنځو ولایتونو کې د تېرو ۱۱ میاشتو په موده کې ۲۲۰ غیرفعاله ښوونځي بېرته فعاله کړي دي.

د یونیسف د څارنې او ارزونې د برخي مسوول سلویستر بفو د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د جنوب لوېدیځ زون په کچه د کلني فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د شته لاسته راوړنو د ساتنې او ننګونو د له منځه وړلو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا شته.

هغه زیاته کړه، ټولو مستحقینو ته د اړتیا وړ روغتیایي او زده کړییزو خدماتو رسولو لپاره د مسوولینو او کورنیو همکاري اړینه ده.

ورته مهال په سوېل کې د یونیسف ادارې د ښوونې برخې مسوول محمد سرور اماني وویل، دا اداره توانېدلې چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلې وه پرانېزي چې پر مټ یې ۴۵ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

اماني زیاته کړه، چې د ۵۶ ښوونځیو احاطوي دېوالونه جوړ شوي او سل نور بیا رغول شوي دي.

ورته مهال غونډه کې د ولایت ځایي مسوولین د یونیسف ادارې خدمات د خلکو لپاره حیاتي او د قناعت وړ بولي.

په همدې حال کې د روزګان ځایي چارواکو د یونیسف ادارې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې راتلوونکي کال کې لرو پرتو ولسوالیو ته د خپلو خدمتونو د غځولو غوښتنه وکړه.

یونیسف روزګان کې د زون په کچه د خپلو فعالیتونو کلنۍ ارزونې پایلي داسي مهال وړاندې کوي، چې دا اداره  د پولیو او نورو واکسینونو د تطبیق د همکارۍ ترڅنګ، سلګونو روغتیایي مرکزونو ته د درملو د ورکړې او هم یې دمګړی په جنوب دغه زون کې د ۲۲۵۵ سیمه ییزو ټولګیو په جوړولو سره ۷۶ زره ۵۰۵ ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره کړې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته