د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٣٠ تنه وسله وال ووژل شول
کابل باختر د کب د مياشتې ٢٤ مه
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو د یو تن سیمه ييز قوماندان ، ۴ تنو داعشیانو او ۲ تنو پاکستاني ماین جوړونکو په ګډون ۳۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
چارواکي وايي چې دغه وسله وال د افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کونړ، پروان، غزني، قندهار، زابل، روزګان، فراه، بادغیس فاریاب نیمروز او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.پاى _ ذکرالله