د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۷۶ تنه ترهګر وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۷۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵۰ تنه یې ټپیان شوي او یو بل تن نیول شوی دی.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال ترهګر د تخار، روزګان، کندز، هلمند، قندهار، سرپل، کاپيسا، غزني او د پکتيکا په ولایتونوکې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي: په ترسره شویو بریدونو کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې، مهمات، نقلیه وسایط او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
  ختم_  عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته