کابل باختر د وږي ۵ مه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پنځه شپېته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درویشت تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په لېږدول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې، دغه ګډ عملیات د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، زابل، فاریاب، کندز، بغلان او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز په ترسره شویو عملیاتو کې د ډار اچوونکو ګڼ شمېر وسایط او دوه قرارګاوې هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال