کابل/دلیندۍ۹مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۵۵ ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان شوي او ۲ نور له وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په قندهار، ننګرهار، کندز ،غزني ، بادغیس، پکتیا، کاپیسا،هلمند، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي برېدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال