امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۷ ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/باختر/ د چنګاښ ۱۸ مه
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۳۷ ترهګر وژل شوي، ‍۱۵ ټپیان شوي او یو بل یې نیول شوی دی.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي دغه ترهګر په لوګر، بادغیس، هرات، کونړ، پکتیا، هلمند، بغلان، غزني، ارزگان ننګرهار، زابل، فاریاب، بلخ  او په سرپل کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي برېدونوکې وژل شوي دي.  پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته