امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۸ ترهګرو وژل کېدل

کابل- باختر – د غبرګولي ۲٤ مه
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترهګرو د ځالو او د شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ۹ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼيز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندويې دندې او ۳۰ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړل او هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ په موخه ۱۲۴ الوتنې تر سره کړې چې په پایله کې ۳۸ تنه ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نوريې ټپیان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او غوڅ ماموریت په هوایي ملاتړ، د زابل، پکتیکا، غزني، پکتیا، قندهار، ننګرهار، غور، بلخ، سرپل، کاپیسا او کونړ ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي دي.
دغه راز د دغو عملياتو په پايله کې د دښمن یو پټنځای او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات، یو موټر او یو موټر سایکل په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته