د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۰ تنو ترهګرو وژل کیدل
کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، ۱۶ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۱۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه ترسره کړي او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۸۳ پروازونه کړي چې په پایله کې ۳۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان او ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د ملي اردو ځواکونو له خوا د ننګرهار، کاپیسا، غزني، پکتیا، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب کندز، بغلان، سرپل او هلمند په ولایتونوکې تر سره شوي دي .
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن ١٣ پټنځايونه دړې وړې شوي او څو ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.#
پاى – ع