د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۳ تنو ترهګرو وژل کېدل
کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۰ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو او د دوی له خوا د رامنځ ته شویو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړل او هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ۸۱ الوتنې ترسره کړې چې په پایله کې ۲۳ تنه ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت په ملاتړ د ارزګان، غزني، تخار، هلمند، نیمروز، غور، کندهار او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي دي. دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن د مهماتو یوه ډیپو، ۳ پټنځایونه او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او یو موټرسایکل هم د پوځيانو لاسته راغلی دی.# پاى – ع