امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۹۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/دلړم۲۲مه/باختر
په تېرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۹۱ترهګر وژل شوي او ۴۱ نوريې ټپیان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په سرپل، ننګرهار، بغلان، غزني، جوزجان، بلخ، هلمند او کاپیسا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته