امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۶۰ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، دحقاني شبکې د دوو تنو سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۶۰  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي،  ۱۶ تنه  ټپیان او یو تن نیول شوی دی .
دملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د  ننګرهار، غزنی، پکتیا، خوست، قندهار ، روزګان، فراه  جوزجان ،  فاریاب، کندز او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي چې په پایله کې يې د  پکتیا ولایت د جاني خیلو ،  زرمت او جاجي آریوب په ولسوالیو کې  د حقاني شبکې د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو ملا تور جان او مواوی عبدالرازق په شمول ۲۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ،   ۹ تنه ټپیان ، ۲ موټر ، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه  طالب تروریستان وژل شوي او ۲۵ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د سنګین او نادعلي په ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د  ارزګان ولایت د چهار چینو په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او   ۵ تنه نور  ټپیان  شوي دي .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت د دوربابا  په ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو تن اکمالونکی له ۲ موټرو او ۶ بورۍ چاودیدونکو توکو سره نیول شوی ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی . 
  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او  ۱۶خاص کماندویي عملیات  د هیواد په ۹ ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان  هوایي ځواکونو  ۷۰روازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او ۱۱هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته