امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه نوريې ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د  ننګرهار، غزني، پکتیا، قندهار، روزګان، فراه، جوزجان، فاریاب، کندز او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتوکې تر سره شول.
دغه راز په دغو عملیاتوکې د دښمن دوه موټرونه، یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱چاڼیز او  ۱۵خاص کماندویي عملیات د هېواد په نهو ولایتونوکې په لاره اچول شوي، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۶۶پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۰هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوې دي.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته