امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۳۱ ترهګر ووژل شول

کابل/دلیندۍ۴مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۳۱ ترهګر وژل شوي، ‍۱۳ټپیان شوي او یو تن بل له وسله والو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په فراه، غزني، کندز، هلمند، هرات او قندهار، پکتیکا او میدان وردګو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته