کابل/ باختر د سلواغې دمياشتې ١٥مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونو کې۱۲ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۲ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو، د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۷۸ الوتنې ترسره کړې چې له امله یې ۱۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا، ننګرهار، غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، بلخ، جوزجان او د هلمند ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه راز په دغو عملیاتوکې د دښمن ۶ پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۱۴ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
پای – ع