د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۴۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کېدل
کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
په تېرو۲۴ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۶ تنه نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال ترهګر د پکتیکا، هلمند، قندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غور هرات، بلخ، سمنګانو او د کندز په ولایتونوکې د افغان ځواکونو له لوري د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال