امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٢٣ تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ٢٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛
دغه ګډ عملیات د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، خوست، روزګان، زابل، فراه،  فاریاب، کندز، تخار،  نیمروز او د هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې دغه راز د ترسره شويو عملياتو  په ترڅ کې د وسله والو طالبانو  له  لوري ځاى پر ځاى شوي ٣٩ ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.پاىعطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته