د هېواد نوموتي قاري برکت الله سلیم له دې نړۍ سترګې پټې کړې

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر
د هېواد نوموتی قاري برکت الله سلیم نن ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د معلوماتو له مخې نوموړي په افغانستان او مصر کې د قرائت زده کړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو بلل کېده.
قاري برکت الله سلیم د حسن القرات په ګڼ شمېر سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.
ورته مهال اسلامي امارت هم د قاري برکت الله سلیم په مړینه خواشینې ښودلې او د نوموړي مرینه د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ارواښاد برکت الله سلیم مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې او نوموړي ته یې د جنة الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.