سیاستخبرونهټولنهTOP

د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۲۵۰ ديني عالمانو او قومي مخورو په يوه غونډه کې خپلې ستونزې له چارواکو سره شريکې کړې

کابل، د مرغومې ۲۳مه، باختر
د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۲۵۰ تنه دیني عالمان او قومي مخورو نن ( د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډه) تر سرليک لاندې غونډه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه او د اسلامي امارت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو د خپلو ولسونو ستونزې او وړاندیزونه له حکومت سره شريک کړل.
یادو قومي مشرانو د اقتصادي ستونزو حل، د سړکونو او لویو لارو جوړول، د اوبو مدیریت او د ولسوالیو په کچه د قومي مخورو او دیني عالمانو د شوراګانو جوړول د ولسونو غوښتنې وبللې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې تړاو هڅې لا ګړندۍ کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه غونډه کې وویل چې د اسلامي نظام د بشپړ حاکميت او سرتاسري امنيت ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وده د اسلامي امارت لومړيتوب ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه له نړۍ سره د افغانستان د وصلولو په موخه کار روان دی او له دې جملې څخه د واخان له لارې چين ته د غځېدلي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دغه غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ټول ګډونه دی، خو د هغو هېوادونو موخه چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي دا دی، چې د هغوئ جاسوسان او لاسپوڅي په حکومت کې شريک شي.
خیرخواه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او د خلکو د خدمت په موخه را پورته شوی، ولس دې د دښمن په پوچو تبليغاتو نه غوليږي د وخت په تېرېدو سره به ټولې ستونزې حل شي.
په همدې حال کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي وویل چې يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي، او مخکې له دې چې يوه موضوع يې له اسلامي امارت په ځانګړي ډول د امر بالمعروف له وزارت سره نه وي شريکه کړې بايد په خپل سر قضاوت ونکړي.
هغه زیاته کړه، چې دا د اسلامي امارت د ټولو مسوولينو مسووليت دی، چې د خلکو ستونزې په سړه سينه واوري او د حل لارې ورته ولټوي.
د یادونې وړ ده، چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډې تر سرلینک لاندې غونډه د (ټي ال او) موسسې په مالي ملاتړ (د افغانستان د خلکو غږ) پروژې د پیل په موخه رابلل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته