خبرونهټولنهTOP

د هېواد له شمال زون څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو لومړۍ الوتنه وشوه

کابل، د غرګولي ۲۷ مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد له شمال زون څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د تگ خبر ورکړاو ویې ویل چې د غبرګولي په ۲۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ د مزارشریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي له نړیوال ډګرڅخه د هېواد د شمالي ولایتونو د حاجیانو د لېږدولو لومړۍ آلوتنه مدینې منورې ته وشوه.

د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې له شمالي ولایتونو څخه ۳۳۶ حاجیان ولېږدول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته د هېواد شمال زون د الوتنو له پيلېدو سربېره له مرکزي زون څخه هم د حاجيانو د لېږد لړۍ دوام لري او د پنجشنبې په ورځ له لوګر ولايت څخه ۱۱۵ حاجيان مدينې منورې ته د کابل د هوايي ډګر له لارې ولېږدول شول.

په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولین  وايي، سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لپاره په خپل وخت ټول چمتووالی نیول شوی او هڅه کوي چې افغان حاجیانو ته د حج پر مهال لازم خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د سږ کال د حج په مراسمو کې به له افغانستان څخه ۱۳۵۰۰ تنه ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې  په تېرو دوو کلونو کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله د حج مراسم په محدود ډول ترسره شول؛ خو سعودي عربستان اعلان کړی دی چې سږ کال به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یو میلیون حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته