اعلامیهسیاستخبرونهTOP

د هېواد له زندانونو څخه د لوی اختر په مناسبت د آزاد شوو بندیانو د خوشې کېدو په اړه د سترې محکمې اعلامیه

کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه (عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی) د عالي مقام د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب په لارښوونه د یوه مشخص طرزالعمل په اساس د هېواد په کچه له زندانونو څخه (٣٤٩) هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو خوشې شول او (٢٧٠) نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د اخترونو په مناسبت د بندیانو د هیئتۍ لپاره طرزالعمل د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس صاحب په مشرۍ د یوه مؤظف پلاوي لخوا چې د قضائي تفتیش عمومي ریاست معاون صاحب، د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي، د کورنیو چارو وزارت د جرایمو د کشف لوی ریاست استازي، د کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو استازي، د احکامو او فرامینو د تعقیب لوی ریاست استازي او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړیتوب درلود، لخوا ترتیب او سترې محکمې د عالي مقام د دفتر ریاست لخوا په مکتوبي بڼه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی محترم مقام ته وړاندې شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د محترم عالي مقام لخوا یاد طرزالعمل د (۴۴۱۴) ګڼې او ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټې حکم په اساس تائید شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته