د هېواد صنعتکارانو خپلې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره شریکې کړې
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د هېواد یو شمېر صنعتکارانو خپلې ستونزې او ننګونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین مولوي احمدالله زاهد سره شریکې کړې دي.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې صنعتکارانو خپلې ستونزې او هغه ننګونې چې د دوی د صنعتي فعالیتونو پر لاره پرتې دي؛ شریکې کړې او له صنعتي فابریکو څخه یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ویلي چې دغه وزارت د هېواد د خصوصي سکتور په خدمت کې دی او د صنعتي ساحو د قانون تر لاسلیک او په رسمي جریده کې د هغه تر خپرېدو وروسته؛ اوس د صنعتي ساحو پر کړنلارې کار روان دی.
هغه ډاډ ورکړی چې د سوداګریزو نښو د ثبت په تړاو ستونزو ته رسېدنه کېږي او په دې برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې روانې دي.