د هېواد د یو شمېر واټونو او څلورلارو پر نومولو پرېکړې وشوې
کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ، د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومولو کمېسیون په نوبتي ناسته کې؛ د هېواد د یو شمېر واټونو او څلولارو پر نومولو پرېکړې شوې دي.
په دې ناسته کې، ټاکل شوې کمېټې چې د کابل ښار د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې حوزو اړوند له نویو جوړو شویو واټونو او څلور لارو څخه له لیدنه کړې وه؛ خپل راپور وړاندې کړی چې په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي.
همدا رنګه، د کمېسیون غړیو پرېکړه کړې چې د محمد سالم ایزدیار څلورلارې بېرته د زنبق په نوم او د قلع وزیر څلورلارې چې د سیمې د خلکو غوښتنه وه؛ په رسمي ډول د قلع وزیر څلورلارې په نوم ونومول شي.
په ناسته کې له خيرخانې کوتل څخه د قرغې فرقې د نوي جوړ شوي سړک او هلمند کې د دوو جوړیدونکو څلورلارو او دغه راز پروان کې د یو انجینر د ډیزان شوي څلورلارې په اړه هم خبرې شوې او د ښې روڼتیا په خاطر پلاوي ته دنده سپارل شوې چې راتلونکې ناستې ته د یادو مواردو په اړه بشپړ معلومات چمتو او وړاندې کړي.