کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د هېواد د کرکټ ملي ټيم د صحرا جام د سياليو په دويمه لوبه کې هم بريالى شو.
په دې لوبه کې د هېواد دکرکټ ملي ټيم دعربي متحده اماراتوټيم ته ماتې ورکړه.
دهېواد دکرکټ ملي ټيم د پنځو ويکټو په توپير سره په کوربه ټيم بريالى شو او د صحرا جام د سياليو نيمه وروستي پړاو ته يې لاره وموندله.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
لومړۍ توپ وهنه د اماراتو ټيم پيل کړه او په شلو آورونو او د اوو لوبغاړو په سوځيدو سره يې د افغانستان ټيم ته يوسلو اووه څلويښت منډې هدف وټاکه او د هېواد د کرکټ ملي ټيم ټاکلي هدف پوره او د دغې سيالۍ ګټوونکى شو.
د يادونې وړ ده چې په دې لوبه کې سميع الله شينواري دوه څلويښت منډې، اصغر ستانکزي ديرش منډې او کريم دوه ويشت منډې ترسره کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په لومړۍ لوبه کې د ايرلند ټيم ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده خپله درېيمه لوبه دپنجشنبې په ورځ د ناميبيا له ټيم سره ترسره کړي.
0 1 دقیقه لوستل