کابل/ د ليندۍ٢۲مه/ باختر
په ډېر غم او خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ستر، پیاوړي او مشهور لیکوال، غوره او پېژندل شوي فرهنګي شخصیت استاد رهنورد زریاب د ورپېښې ناروغۍ له امله، له نړۍ سترګې پټې کړې.
استاد زریاب چې کله لیکوالۍ ته مخه کړه او د ادبیاتو نړۍ ته یې ګام کېښود؛ نو د دري ادبیاتو د ودې، پرمختګ اوغوړېدا لپاره یې زښت ډېر کار وکړ؛ په دې برخه کې د استاد کارونه د تقدیر او ستاینې وړ دي او هېڅکله نه هېرېږي.
استاد زریاب تل کوښښ کاوه چې خپله علمي او ادبي پوهه ځوان نسل ته ولېږدوي او په دې برخه کې هم د سترو خدمتونو جوګه شو. استاد د ځوانانو په منځ کې ځانګړي محبوبیت او درنښت لاره او ټولو استاد باله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد زریاب مړینه د هېواد په دري ادبیاتو کې ستره ضایعه ګڼي او ده ته د لوی خدای(ج) له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو او همدارنګه د هېواد ټولو لیکوالو او فرهنګیانو ته د صبر او زغم هیله کوي.
پاى- ن-ش
1 1 دقیقه لوستل